د المان چانسلرې د چين اولس مشر سره ملاقات وكړو

بيجنګ07 ستمبر (اے پي پي) د المان چانسلرې مېرمن انجيلا مركل د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كړے۔ په دې موقع اولس مشري شي وئيلي دي چې چين په خپلو خبرو ولاړ پاتې كېدونكې هېواد دے۔ د چين ماركيټ ډېر لوي دے او په دې كښې اضافه كېږي٬ دې سره به المان او نورو هېوادونو ته نوې موقعې په لاس راشي۔ د دې څخه وړاندې د چين وزيراعظم لي كي چيانګ هم د المان چانسلرې سره ملاقات وكړو۔