دې اقدام څخه به ښه والې او جديد ترين انتظام باوري شي۔ د وزيراعظم عمران خان ټوېټ

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د مېډيكل ټيچنګ انسټيوشنز (اېم ټي آئي)آرډيننس مقصد په سركاري روغتونونو كښې د ښو آسانو باوري كول دي۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د مېډيكل ټيچنګ انسټيوشنز آرډيننس څخه د سركاري روغتونونو حېثيت بدلېدې نه شي٬د دې اقدام څخه به ښه والې او جديد ترين انتظام باوري كولې شي۔ده ووئيل د آرډيننس مطلب نجكاري نه بلكه دا د سركاري څانګې د روغتونونو ښه والي لپاره د حكومت د اصلاحاتو يوه برخه ده۔اېم ټي آئي له مخې سركاري روغتونونه به په بشپړه توګه د بااختياره بورډ آف ګورنرز له مخې چلولې شي د كوم چې به ټول غړي د نجي څانګې سره تعلق لري