خلق د نشه اي توكو نه د بچ كولو ښه لاره د قاچاق مخه نيول دي ٬ حکومت د نشه اي توكو مخنيوي لپاره انقلابي ګامونه پورته كوي۔ د اولس مشر ډاکټر عارف علوي

APP69-17 ISLAMABAD: September 17 – President Dr. Arif Alvi addressing the launching ceremony of Project Am’aan at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د نشه اي توكو كارولو سره نه يوازې يو كس بلكې كورنۍ او په ټولنو سنګين اثرات مرتب كېږي٬ خلق د نشه اي توكو نه د بچ كولو ښه لاره د قاچاق مخه نيول دي ٬ حکومت د نشه اي توكو مخنيوي لپاره انقلابي اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ډاکټر عارف علوي د مصنوعي ذهانت په ځائي توګه د جوړې كړې منصوبې ” امان” پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل نړۍ د نشه اي توكو هلاكوٶنكې قسمونه جوړوي او د دې لعنت له امله هلاكتونه په تندۍ سره زياتېږي٬ ځكه د دې مخنيوي لپاره كوټلې هڅې پكار دي۔ ده ووئيل نشه اي خلق په نورو جرمونو كښې ككړ كېږي چې پكښې غلا عامه خبره ده ٬ دې دې څخه نه يوازې يو كس ځپلې كېږي بلكې كورنۍ هم ځپلې كېږي٬ د چا په ليدلو چې ډېر غمژن كېږو۔ ده ووئيل خلق د نشه اي توكو نه د بچ كولو ښه لاره د دې قاچاق مخه نيول دي ٬ دا خبره ډېره خوشبينه ده چې حکومت د نشه اي توكو مخنيوي لپاره انقلابي اقدامات كوي۔ ده ووئيل په افغان جنګ كښې په لويه كچه د افغان كډوالو پاكستان ته راتګ سره د نشه اي توكو قاچاق زيات شوې۔ ده ووئيل د نشه اي توكې يوازې دپاكستان نه بلكې د نړۍ مسئله ده٬ لويديزو هېوادونو كښې د دې كر نه كېږي خو د ستنهېټك ډرګز پېداوار له امله په دغه هېوادونو كښې د نشه اي توكو استمال په تندۍ سره زياتېږي۔ ده ووئيل هېواد كښې په دې نشه اي توكو د قاچاق مخنيوي لپاره قوانين شته خو عملدرآمد پرې محدود كېږي۔ ده ووئيل اسلام آباد كښې 50 فيصده نه زياته زده كوٶنكي ډرګز كاروي٬ نشه اي توكې ټولنې تباه كوي۔ اولس مشر ووئيل د نشه اي توكو د مقدار د تعين د لارې د سزا جزا نظام وضع كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په مصنوعي ذهانت آډانه د دې ډېټا بېس جوړول د حكومت د دې عزم څرګندونه ده چې حكومت هېواد څخه د نشه اي توكو د خاتمې عزم لري٬ د نشه اي توكو لعنت خاتمې لپاره د كلتور او مذهب پشمول ټول وساتل كارولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل خلق د ډپرېشن او نفسياتي مسئلو سره د ښكار كېدو له امله ډرګز پلو راغب كېږي۔ اولس مشر ووئيل د نشه اي توكو مخنيوي سره سره د دې درملنې ته هم پاملرنې ته حاجت دے۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان د مني لانډرنګ د لارې نشه اي توكو لپاره د استعمالېدونكي رقوم لاره نيولو لپاره هم اقدامات كوي۔ دستورې ته د سفېران دوهم وزير شهريار اپردي هم وېنا وكړه او د ”امان” منصوبې خدوخال ئې بيان كړل۔