خارجه وزير شاه محمود قرېشي د کېپټن جنېد عباسي شهيد كور ته لاړ ٬ كورنۍ سره ملاقات

APP16-06 RAWALPINDI: September 06 - Federal Minister for Foreign Affairs Shah Mahmood Qureshi meeting with the family of Shaheed Captain Junaid Irfan Abbasi at his residence at Airport Society on the eve of Defence and Martyrs Day celebrations. APP photo by Abid Zia

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د کېپټن جنېد عباسي شهيد كور ته تللې او د شهيد كورنۍ سره ئې ملاقات كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير د شهيد د مور او پلار عظمت ته سلام كولو سره ووئيل تاسو د جنېد عباسي شهيد غوندې زوې مورني هېواد لپاره وقف كړې٬ زمونږ تاريخ د شهيدانو د پاكې وينې څخه عبارت دے۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل دې شهيدانو خپل ځانونه قربانولو لسره د دښمن ناوړه عزائم خاورې كړې۔ خارجه وزير ووئيل د ستمبر 6مه نيټه د شهيدانو قربانيو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده ٬ ژوندي قامونه خپل اتلان تل ياد ساتي۔ ده ووئيل د دفاع نننۍ ورځ د څلوارلسم اګست غوندې د مقبوضه کشمير مسلمانانو سره د يوالې په توګه لمانځلې كېږي٬ د نننۍ ورځې مناسبت سره زمونږ پېغام هم دا ے چې دښمن دې په غلط فهمۍ كښې نه اوسيږي ځكه چې ټول قام ج خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د يادونې وړ ده كېپټن جنېد په سمتبر كال 2018 كښې شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه كښې په استخباراتي اطلاعات اډآنه آپرېشن كښې د خپلو 7 نورو اهلكارو سره په كراس فائرنګ كښې شهيد شوې ٶ٬ ترهګر د پولې پورې غاړې نه راغلې وٶ او پاكستان كښې ئې د ترهګرۍ كاروائۍ غوښت