اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره آډيټر جنرل پاكستان جاوېد جهانګير وليدل

APP09-11 ISLAMABAD: September 11 - President Dr. Arif Alvi being presented annual report for the audit year 2017-18 by Auditor General of Pakistan Javaid Jehangir at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد11 ستمبر(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د پاكستان آډيټر جنرل جاوېد جهانګير د شورو په ورځ ايوان صدر كښې ليدلې دي او د مالي كال 18-2017 كلن آډټ راپور ئې اولس مشر ته وړاندې كړی۔مالي كال 18-2017 په مهال 13652.145 ارب روپۍ آډټ شوې ۔آډيټر جنرل آف پاكستان ته د اډټ آئيني اهميت رامخې ته كولو سره اولس مشر وئيلي دي ښه حكمراني باوري كولو لپاره سپيځلتيا د كوم هم حكومت اول پام لرنه پكار ده۔ده په دې خبره زور راوړو چې آډټ عمل كښې جديد ټېكنالوجي كارول پكار ده دغسې چې سپيځلتيا باوري كړی شي او د كار استعداد لا زيات كړی شي۔آډيټر جنرل آف پاكستان اولس مشر ته د كلن راپور په حقله ووئېل په اداره كښې مستعدي او نظم او ضبط باوري كولو لپاره هر ډول هڅه كوو دغسې چې پاكستان د بدعنوانۍ لعنت څخه پاك كړی شي٬ ده ووئېل د ډيجيټلائزېشن عمل هم روان دے