اولس دې رشوت غوښتونكي سركاري افسران راونيسي۔ د فلپائن اولس مشر

منيلا 14 ستمبر (اے پي پي) د فلپائن اولس مشر روډرېګو ډوټيرټې د خپل هېواد اولس ته هدايت كړے چې دې رشوت غوښتونكي سركاري افسران دې راونيسي٬ اولس مشر خلقو ته وئيلي دي چې كه درسره تېره وسله وي نو هغه اهلكار كوم چې رشوت غواړي او په كرپشن كښې ككړ وي٬ په ګولې وولئ خو وژنئ ئې مه٬ يوازې ژوبل ئې كړئ۔ دې سخت اولس مشر اولس سره لوظ كړے چې په دې اقدام به څوك زندان ته نه شي لېږلې۔ اولس مشر وئيلي دي چې اولس ټېكس وركوي٬ سركاري واجبات ادا كوي او بايد كوم اهلكار د دوي نه د رشوت غوښتلو جرات ونه لري۔