امريكې د څلورو اټومي توغوندو تجربه وكړه

واشنګټن 08ستمبر (اے پي پي) امريكې د اټومي وار هېډ وړلو صلاحيت لرونكو د څلورو بېلسټك توغوندو تجربه وكړه۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د امريكې بحريه په يو بيان كښې وئيلي دي چې امريكې د څلورو مېزائلو تجربه كړې كوم چې د اټومي وار هېډ وړلو صلاحيت لري۔ د يادونې وړ ده چې روسيه د امريكې لخوا د مېزائيلو تجربې د دوه اړخيزه لوظنامو خلاف ورزي ګڼي۔ بل خوا امريكې په روسيه د لوظنامو د خلاف ورزې تور لګولې و۔