المان كښې مېشته د پاكستانيان به د هندي جمهوريت اصل څېره نړۍ ته په ډاګه كولو او په مقبوصه كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ ښكار كشميريانو سره يوالي لپاره د ستمبر په 28مه نيټه لاريون اوباسي۔ د ډاكټر فردوس عاشق اعوان

APP69-30 ISLAMABAD: July 30 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې داكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي المان كښې مېشته د پاكستانيان به د هندي جمهوريت اصل څېره نړۍ ته په ډاګه كولو او په مقبوصه كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ ښكار كشميري اولس سره يوالي لپاره د ستمبر په 28مه نيټه عظیم الشان لاريون اوباسي۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې دې ووئيل هندي قابضو ځواكونو د مقبوضه كشمير اولس د بنيادي بشري حقونو او د مذهبي آزادۍ نه محروم او د تېرو څو اوونيو راهسې په عملي توګه په خپلو كورنو كښې محصور كړې دي۔ دې هيله څرګنده كړه چې په المان كښې مېشته ټول پاكستانيان به لاريون كښې ګډون او د كشمير د بې وسه اولس حق لپاره غږ پورته كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د دې تاريخي لاريون د لارې به د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د المان او په اروپائي ميديا كښې غږ پورته كولې شي۔ دې ووئيل پاكستانيان د كشميريانو دړد محسوسوي او د دې تاريخي لاريون د لارې به په المان كښې مېشته پاكستانيان د كشمير په اړه خپله قامي فريضه ترسره كوي۔