افغان طالبانو رېډ كراس او د روغتيا نړيوالې ادارې ته په هېواد كښې د كار كولو اجازه وركړه

نيويارك 17 ستمبر (اے پی پی) افغان طالبانو رېډ كراس او د روغتيا نړيوالې ادارې بندېز ختمولو سره هغوي ته په هېواد كښې د كار كولو اجازه وركړې ده ۔خبر رسنې ادارې له مخې په افغانستان كښې رېډ كراس د جنګ په مېدان كښې پرتو مړو خښولو٬د متحاربو ډلو بنديوانو سره د هغوي د كورنيو ملاقات كولو او طبي آسانيو وركولو لعه متحرك دے۔تېر كال طالبانو د مشكوكو هلو ځلو په تور په دې ادارو بندېز لګولې ؤ ۔په افغانستان كښې د رېډ كراس وياندې د دې خبرې تصديق كړې چې د اتوار پھ ورځ په 15 ستمبر رامخې ته شوي پېشرفت كښې افغان طالبانو په رېډ كراس لګېدلې بندېزونه ختمولو سره د ادارې عملې ته د تحفظ وركولو هم وئېلي وو۔د دې نه پس په ټول هېواد كښې د ادارې هلې ځلې بحال كړې شوې دي