14 اګست د لوظ د پخلي ورځ ده۔ د پاكستان تحريك انصاف ټوله مشرتابه د پاكستان مؤسس ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي چا چې د پاكې زمكې هڅې پايې ته ورسولې۔ د كوم روښانه خيال لرونكي پاكستان خوب چې قائد اعظم ليدلې و د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ كښې ددې بنياد يو كال كښې اېښودلې شوې دې۔ اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان كشميري اولس سره د يو والې څرګندونې رېلي ته خطاب

اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي 14 اګست د لوظ د پخلي ورځ ده۔ د پاكستان تحريك انصاف ټوله مشرتابه د پاكستان مؤسس ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي چا چې د پاكې زمكې هڅې پايې ته ورسولې۔ د كوم روښانه خيال لرونكي پاكستان خوب چې قائد اعظم ليدلې و د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ كښې ددې بنياد يو كال كښې اېښودلې شوې دې۔ وزیراعظم عمران خان چې څومره بېباكۍ سره مظفر آباد كښې خطاب كړې او د كشميري اولس وكالت ذمه واري ئې سنباله كړې د پولې پورې غاړه د مودي سركار خوبونه ې حرام كړي دي۔ خپلو كشميري خوېندو ته باور وركوم چې د پاكستان هره يوه لور تاسو سره ده او كوم ظلم چې په تاسو تېرېږي هغه مونږ په خپل وجود محسوسوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې كشميري اولس سره د يو والې څرګندونې رېلي ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان كشمير كاز په هر فورم د رامخې ته كولو عزم لري۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان يو كال كښې د استحكام پاكستان سفر پېل كړو او راروان كال به د پاكستان د جوړېدو وي۔ دې ووئيل لوئے څښتن پاكستان ته بهادر لارښود وركړې دې چا چې مودي ته وئيلي چې د ترهګرۍ څخه ډډه وكړي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان د كشميري اولس حقيقي وياند جوړ شوې رامخې ته شوې دې۔ دې ووئيل د كشمير آزادۍ نه غېر پاكستان نيمګړې دې۔ او دا ثابته شوې چې د هند د وېش نيمګړې ايجنډا د كشمير آزادۍ نه غېر مكمل كېدې نه شي۔ رېلي ته د وفاقي وزير مراد سعيد په شمول نورو لارښودو هم خطاب وكړو