چين سي پېك ته پراختيا وركولو٬ د لوړ معيار پرمختګ ترلاسه كولو او د دواړو هېوادونو او منطقې په ګټه پاكستان سره په ګډه كار كول غواړي۔ د چين د خارجه وزارت وياند

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د چين خارجه وزارت د پاكستان او چين اقتصادي لار ﴿سي پېك﴾ د عملي مرستې علامت ګرځولو سره وئيلي دي چې چين سي پېك ته پراختيا وركولو٬ د لوړ معيار پرمختګ ترلاسه كولو او د دواړو هېوادونو او منطقې په ګټه پاكستان سره په ګډه كار كول غواړي۔ د چين د خارجه وزارت وياند جنګ شوانګ د نهې په ورځ په بلوچستان كښې د توان د لوئې پروژې ترسره كېدو په اړه د يوې پوښتنې ځواب وركولو سره ووئيل چې چين سي پېك ته پراختيا وركولو٬ د لوړ معيار پرمختګ ترلاسه كولو او د دواړو هېوادونو او منطقې په ګټه پاكستان سره په ګډه كار كول غواړي۔ ده ووئيل چې په دې وخت كښې چائنا پاور حب جنرېشن كمپنې په كوئله چلېدونكې 1320 مېګاواټه پروژې كار په ازمېښتي بنيادونو ترسره كړې او په بلوچستان كښې كمرشل آپرېشن لپاره تياره ده۔ دهه ووئيل چې دا د سي پېك له مخې د توان مهمه پروژه ده او دا پروژه به د پاكستان د لكونو په شمېر د اولس د توان پروژه ترسره كړي۔ وياند ووئيل چې پاكستان او چين سدابهار ستراتېژيكي شراكت دار دي او سي پېك د دواړو هېوادونو ترمېنځه د عملي مرستې علامت دے