چين دا ګڼي چې د هند اوسنې ګام غېر آئيني ٬ يو اړخيزه او د مقبوضه جموں و کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د سېكورټي كونسل د پرېكړو په ضد دې۔ ما نن خپل خط د سېكورټي كونسل صدر ته لېږلې كوم كښې چې خواست شوې چې د سېكورټي كونسل خاص غونډه دې راوبللې شي او د هند په دغه ګامونو كوم چې مونږ غېر قانوني او د ملګرو ملتونو د پرېكړو په ضد ګڼو دې بحث وكړې شي۔ مخدوم شاہ محمود قریشی

اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي د پارلېمنټ په شريكه غونډه كښې پرېكړه شوې ده چې د هند غېر آئيني ګامونه دې سېكورټي كونسل ته يوړلې شي۔ د پاکستان نېشنل سېکورټی کمېټۍ په دې سفارشاتو غور وكړو او خپله پرېكړه ئې وركړه۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې خاص غونډه راوبللې شوه په كومه كښې چې كابينې ددې پرېكړې توثيق وكړو او خارجه وزارت ته ئې امر وكړو چې دا مسئله سېكورټي كونسل ته وړلو له دې ګامونه پورته كړې شي۔ ددې امر ترمخه ما په سمدستي توګه چين ته د تلو او چينائي چارواكو سره د مشاورت پرېكړه وكړه۔ چرته چې مونږ ته كاميابي ترلاسه شوه او چين پاكستان ته د خپل اړخه د بشپړه ملاتړ باور وركړو۔ چين دا ګڼي چې د هند اوسنې ګام غېر آئيني ٬ يو اړخيزه او د مقبوضه جموں و کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د سېكورټي كونسل د پرېكړو په ضد دې۔ دې مشاورت څخه وروستو ما نن خپل خط د سېكورټي كونسل صدر ته استولې ۔ دا خط ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقلې استازې مليحه لودھي د سېكورټي كونسل صدر ته لېږلې دې۔ كوم كښې چې خواست شوې چې د سېكورټي كونسل خاص غونډه دې راوبللې شي او د هند په دغه ګامونو كوم چې مونږ غېر قانوني او د ملګرو ملتونو د پرېكړو په ضد ګڼو دې بحث وكړې شي۔ مونږ دا ګڼو چې د هند دې ګامونو نه يوازې د منطقې بلكې نړيوال امن خطر سره مخ كړې دې۔ كه هند دا ګڼي چې هغه د طاقت د لارې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د دوئي تحريك د منځه وړلې شي نو دا د هند وهم دې۔ خارجه وزير په خپل وېډيو پېغام كښې ووئيل كه كشمير كښې د څو لسيزو څخه پروت 7 لكه پوځ كشميرې اولس زېر نه كړې شو نو د دوئي 180 زره نوې پوځ به هم ناكامۍ سره مخ شي۔ د هند هغه دريځ كوم چې د هند خارجه وزير بېلو هېوادونو ته وړاندې كوي چې مونږ دا ګام د كشميري اولس خېر ښېګړې له پورته كړې دې۔ كه دا ګام د كشميري اولس خېر ښېګړې له وي نو بيا دغلته د نهه ورځو څخه كرفيو ولې ده۔ دوئي د اختر لمونځ او قربانۍ كولو څخه ولې منع كولې شي۔ بيا هند د جمعې په ورځ په تش لاس مېرمنو او كوچنيانو ګولۍ ولې چلوي۔ دا هغه پوښتنې دي په كومو چې دا مهال نړۍ كښې بحث روان دې۔ كه هند دا ګڼي چې د 35 اے ختمولو سره به هغه مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت كښې بدل كړي نو دا د هند غلط فهمي ده۔ نه خو به كشميرې اولس دا قبول كړي او نه پاكستان۔ دې ګامونو سره هندوستان يو نوې تور باب رقم كړې او دې سره به صورتحال نور هم ناوړه شي۔ د هندوستان دې ظلمونو ته د كېمرې سترګه ګوري۔ داسې آرټيكل ليكلې شي كوم چې د مودي سركار دا ګامونه د هټلر سوچ سره تړي۔ ده ووئيل ماته اندېښنه ده چې هند په مقبوضه كشمير كښې د عامې وژنې اراده لري او كه هند دا ګڼي چې دا عامه وژنه به پاكستان او كشميرې اولس خاموشۍ سره برداشت كړي نو دائې هم غلط فهمي ده۔ لكه څنګه چې د روان كال فرورۍ مياشت كښې هند سياسي مقاصدو له د پلوامه ډرامه وكړه د كومې حقيقت چې نړۍ ته وړاندې دې۔ ده ووئيل زه هندوستان ته باور وركول غواړم چې كه هندوستان جارحيت وكړو نو پاكستان خپلې دفاع لپاره هر يو حد ته تلې شي۔ د فرورۍ په 27 مه نېټه ددې عملي څرګندونه شوې ده۔ ده ووئيل په 14اګست ګرد هېواد كښې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه وكړې شوه او 15 اګست به د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل نړۍ به وويني چې په هره يوه پلازمينه كښې به ددې ګامونو په ضد غږ پورته كېږي۔ په آخر كښې كشميريانو ته خواه لائن آف كنټرول څخه پورې غاړه دي يا دې غاړې د خارجه وزير په حېث دا پېغام وركول غواړم چې تاسو ځانله نه ئۍ مونږ تاسو سره يو او هر حد ته تللو له چمتو يؤ۔(