په چين كښې د خاورو كمر راپريوتو په نتيجه كښې 17 كسان بې دركه شول

بيجنګ 16 اګست (اے پی پی) په چين كښې د خاورو كمر راپريوتو په نتيجه كښې 17 كسان بې دركه شوي۔تفصيلاتو له مخې د چين سوئېلي لوېديزې صوبې سچوان ګنوله سيمه كښې د رېلوے په يو سېكشن د خاورو كمر راپريوتې چې په نتيجه كښې يې هلته د پټړې په مرمت كښې بوښت 17 خواري كښ بې دركه شوي۔عيني شاهدانو له مخې د خاورو كمر د رېسكيو په كاروائيو كښې 11 خواري كښې ژوندي راويستلې شوي خو 17 تراوسه بې دركه دي