په پاکستان سټډی سېنټر پېښور كښې د داخلو اعلان

پېښور ۔22 اګست (اے پی پی) پاکستان سټډی سېنټر پېښور كښې د بي اېس (څلور كاله) داخلو اعلان شوې دې۔ د سېنټر ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر فخر الاسلام اعلاميې ترمخه د فارم داخلولو وروستۍ نېټه 2 ستمبر ټاكلې شوې ده۔ فارم په دفتری وختونو كښې سېنټر څخه ترلاسه كېدې شي۔ دغسې دا فارم د سېنټر وېب سائټ څخه ډاؤن لوډ كېدې هم شي