په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي د سلامتي كونسل صدر سره ملاقات وكړو

ملګرو ملتونه 07 اګست (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي وئيلي دي چې د مقبوضه كشمير په اړه په آئين كښې د ترميم د هند اقدام د اختيار نه تجاوز او غلط دے۔ هغې دا خبرې د ملګرو د سلامتي كونسل صدر٬ سفارتكارو او د ملګرو ملتونو چارواكو ته د سوئيلي اسيا تازه صورتحال په اړه د بريفنګ په مهال وكړې۔ هغې اړوند چارواكي د مقبوضه جمو او كشمير په اړه د هند د غېر قانوني او غېر آئيني اقداماتو نه هم خبر كړل۔ پاكستانې سفيرې د ملګرو ملتونو د نورو هېوادونو مستقل استازي هم د هغو هندي اقداماتو نه خبر كړل كوم چې هند د كشمير په اړه د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد پورته كړي دي۔ هغې ووئيل چې د مقبوضه وادې خاص حيثيت بدلولو سره د منطقې د امن ځپل كېدو سخته اندېښنه ده۔ مليحه لودهي نورو سفارتكارو سره سره د چين سفير جن ژينګ سره هم ملاقات وكړو۔ پاكستانې استازې اګست لپاره د 15 كسيزه سلامتي كونسل صدر جوانا رونيكا سره هم ملاقات وكړو كومې چې د هند اقدام د كشميريانو د عزت نفس سخت سپكاوې وګرځولو۔ مليحه لودهي د سلامتي كونسل نه غوښتنه وكړه چې هغه دې د هند نه د غېر قانوني اقداماتو د بېرته اخستلو غوښتنه وكړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو مكمل عمل درآمد دې باوري كړي۔ هغې ووئيل چې د كشمير په اړه د غېر قانوني اقداماتو څخه دې هند منع كړې شي۔ هند د كال 1947م نه په كشمير غاصبانه قبضه كړې۔ سلامتي كونسل د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره قراردادونه منظور كړي دي۔ هغې ووئيل چې د مقبوضه كشمير اولس د خپل سباؤن پرېكړه په خپله كولې شي۔ هغې ووئيل چې پاكستان د هند د غېر قانوني اقداماتو سخته غندنه كوي۔ هند د پارلماني قانون د لارې د كشميريانو د خپلواكې سوله ايزې هڅې نه شي ختمولې۔ د سلامتي كونسل مشرې د هند اقدام رد كړو او وې وئيل چې د هندي وزيراعظم نرېندر مودي د سياسي مفاداتو په بنياد د اقداماتو په ضد په هند كښې هم غږ پورته كېږي۔ هغې ووئيل چې هند د خپلو اقداماتو د غېر قانوني كېدو نه خبر دے خو تعصب او سياسي مقاصدو لپاره داسې كوي۔ د سلامتي كونسل مشرې ووئيل چې هغه د مقبوضه كشمير د صورتحال نه ښه خبره ده او د هند ظلمونه ختمولو لپاره به كردار ترسره كوي