په كابل كښې د واده په دستوره كښې په چاودنه كښې 63 كسان مړه او 180 ژوبل شوي دي

كابل 18 اګست (اے پي پي) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د واده په دستوره كښې په بمي چاودنه كښې 63 كسان مړه او 180 ژوبل شوي دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې د عېني شاهدانو په قول وئيلي دي چې يو ځانمرګي بريد كوونكي د واده په دستوره كښې خپل ځان الوزولې۔ لس ورځې وړاندې د كابل د پوليسو تاڼې په خوا كښې په بمي چاودنه كښې 14 كسان مړه او 150 ژوبل شوي دي۔ د دې بريد ذمه واري طالبانو قبوله كړې وه۔