په قزاخستان كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي

الماتې 18 اګست (اے پي پي) د قزاخستان په لوي ښار الماتې كښې د اتوار په ورځ د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ د خبر له مخې زلزله د ځائي وخت له مخې د اتوار په ورځ په پنځه بجې 7 دقيقې محسوس شوې۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.4 ريكارډ كړے شوے۔ د زلزلې مركز د پلازمينه آستانه نه 145 كلوميټره لرې او په زمكه كښې 5 كلوميټره لاندې و۔