په فلپائن كښې د ډينګي تبې په وبا كښې د 600 نه زيات كسان مړه شوي دي

منيلا 11 اګست (اے پي پي) په فلپائن كښې د ډينګي تبې په وبا كښې د 600 نه زيات كسان مړه شوي دي او د ميانمر د روغتيا محكمې د وبا خپرېدو له امله په قومي كچه د بېړني حالت نافذ كولو اعلان كړے۔ د ميانمر د روغتيا محكمې وئيلي دي چې سږ كال د جنورې نه د جولائي تر 20مه نېټه په دې ناروغې كښې يو لك 46 زره كسان ځپلي شوي دي چې پكښې 622 كسان مړه شوي دي۔ د چارواكو له مخې خلقو ته خبردارې وركړې شوې او د كومو سيمو په اړه چې خبردارې وركړې شوې پكښې د سېلګرې ځائ سيبو جزيره هم شامله ده۔