په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او ټول قوم خپلو كشميري وروڼو او خوېندو سره ولاړ دې۔ پاکستان به په هر يو فورم د خپلو كشميري وروڼو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ د وزیراعظم عمران خان مظفرآباد كښې د آزاد جموں کشمیر او حریت کانفرنس لارښودو ته د ملاقات په مهال باور

مظفر آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان کشمیری لارښودو ته باور وركړې دې چې په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او ټول قوم خپلو كشميري وروڼو او خوېندو سره ولاړ دې۔ پاکستان به په هر يو فورم د خپلو كشميري وروڼو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده مظفرآباد كښې د آزاد جموں كشمير او حريت كنفرنس لارښودو سره ملاقات كښې وكړه۔ کشمیری لارښودو كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كولو له مظفر آباد ته په راتلو د وزيراعظم مننه وكړه۔ دوئي وزيراعظم په كشميري اولس د هندي ظلم او زياتي څخه خبر كړو۔ دوئي وزيراعظم ته ووئيل چې هندوستاان خبريالان او استاذان هم بنديوان كړي دي كومه چې د نړيوالو بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ وزيراعظم دوئي ته باور وركړو چې دلته زما ننۍ موجودګي ددې خبرې ثبوت دې چې پاكستان به د خپلو كشميري وروڼو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي او په هر يو فورم به كشمير كاز په غوره ډول رامخې ته كوي۔