په تنزانيه كښې د تېلو ټانكر په چاودنه كښې 60 كسان مړه شوي دي

ډوډوما 11 اګست (اے پي پي) د افريقې په تنزانيه هېواد كښې د تېلو ټانكر په چاودنه كښې 60 كسان مړه شوي دي۔ د پوليسو له مخې دا پېښه په موروګورو سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د تېلو په ټانكر كښې ناڅاپي چاودنه وشوه او په ټانكر اور ولګېدو۔ د پوليسو له مخې په چاودنه كښې 60 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي۔ د پوليسو له مخې دا كسان د ټانكر ته د بهېدونكو تېلو ترلاسه كولو لپاره راټول شوي وو چې چاودنې سره په ټانكر اور ولګېدو۔