په امريكا كښې مېشته پاكستانيان دې د كشمير په اړه د دې ځائ خلق خبر كړي۔ پاكستانې سفير ډاكټر اسد مجيد خان

واشنګټن 18 اګست (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان خان وئيلي دي چې په امريكا كښې مېشته پاكستانيان دې د كشمير په اړه د دې ځائ خلق خبر كړي۔ ده دا خبرې د امريكې په ورجينيا رياست كښې د پاكستان ډے مېلې ګډون كوونكو ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په مېله كښې د رياست نه بهر هم په لويه شمېره امريكائي پاكستانيانو ګډون وكړو۔ پاكستاني سفير ووئيل چې د پاكستان او امريكې اړيكې د بهترې په پلو روانې دي او دلته د مېشته پاكستانيانو زړونه پاكستان سره درد كوي۔ ده ووئيل چې په امريكا كښې مېشته پاكستانيان دې د كشمير په اړه د دې ځائ خلق خبر كړي۔