پاكستاني ځوانان صلاحيت لري۔ په هر يو مېدان كښې د خپل صلاحيت څرګندونه كوؤنكي دي۔

APP61-10 KARACHI: July 10 - Prime Minister Imran Khan addressing a press conference at Governor House. APP photo by Abbas Mehdi

اسلام آباد ۔ 22 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستاني ځوانان صلاحيت لري۔ هر يو مېدان كښې د خپل صلاحيت څرګندونه كوؤنكي دي۔ كامياب جوان پروګرام به ځوانانو ته روزګار وركولو سره سره د صنعتونو پرمختګ كښې هم مرسته كوؤنكې ثابت شي۔ دوزیراعظم عمران خان په کامیاب جوان پروګرام د بریفنګ په مهال د خيالاتو څرګندونه كښې ووئېل د كامياب جوان پروګرام دوهم پړاؤ به د ستمبر په اولنۍ اونۍ كښې پېل شي۔ جې له مخې به ئې یوتھ انټرپرینیور سکیم، ګرین یوتھ موومنټ، اسټارټ اپ پاکستان، انټرن شپ پروګرام، هنرمند جوان او نېشنل انټر پرینیور پروګرام پېل كړې شي۔۔ د زيارت په ورځ شوې غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د كامياب جوان پروګرام دوهم پړاؤ به د ستمبر په اولنۍ اونۍ كښې پېل شي۔ چې له مخې به ئې یوتھ انټرپرینیور سکیم، ګرین یوتھ موومنټ، اسټارټ اپ پاکستان، انټرن شپ پروګرام، هنرمند جوان او نېشنل انټر پرینیور پروګرام پېل كړې شي۔ غونډه كښې د ځوانانو چارو لپاره د وزیرِاعظم عمران خان خاص مرستيال محمد عثمان ډار، خاص مرستيال نعیم الحق، د سټېټ بانك لنډمهال ګورنر جمیل احمد، د نېشنل بانك صدر آصف عثمانی٬ د نادرا چيئرمېن عثمان یوسف مبین او د نورو اړوند ادارو مشرانو چارواكو ګډون كولو۔ د ځوانانو چارو خاص مرستيال محمد عثمان ډار وزیرِاعظم ته د كامياب جوان پروګرام په اړه بريفنګ وركړو او د پروګرام په اړه ئې وزيراعظم خبر كرو۔ د پخواني او اوسني حكومت لخوا د جاري كړې كامياب جوان پروګرام تقابلي جائزه وړاندې كولو سره وزيراعظم ته ووئيلې شول پخوانې پروګرام محدود ؤ ولې د اوسني حكومت وړاندې كړې پروګرام يوه پراخه دائره لري۔ ځوانانو ته قرض وركولو له دوه درجې جوړې كړې شوي ۔ ده ووئېل په اولنۍ درجه كښې خپل كاروبار پېل كولو له تر 5 لكه روپۍ او په دويمه درجه كښې تر 50 لكه روپو قرض وركولې شي۔ پخواني پروګرام كښې قرض تر يو دوو څانګو محدود وو ولې اوسني پروګرام كښې د وړې او منځومانې درجې صنعتونو ته خاص پاملرنه كولې شي او دا خبره باوري كولې شي چې آئي ټي ٬ اي كامرس او دغسې نورو نوو څانګو كښې هم ځوانانو ته د خپل كاروبار كولو بلها موقعې وركړې شي۔ وزیرِاعظم ته ووئيل شول د كامياب جوان پروكرام ترسېوري لاندې به 5 كاله كښې تر 100 اربه روپو قرض نزدې 150 زره ځوانانو ته وركولې شي۔ وزیرِاعظم د کامیاب جوان پروګرام جوړولو له د محمد عثماان ډار هڅې وستائلې