يمني ښار عدن كښې نښتې ٬ نزدې 40 كسان ووژل شول

عدن ۔ 13 اګست (اے پی پی) كورنۍ جھګړې سره د مخ هېواد يمن عدن ښار كښې د روانو نښتو په نتنيجه كښې نزدې 40 كسان وژلې شوي دي۔ د ملګرو ملتونو ترمخه دا نښتې د حكومتي پوځ او حوثي قبائلو ترمينځه روانې دي۔ د نړيوالې ادارې بيان كښې د ژوبل شويو شمېره 250 څخه زياته ښودلې شوې ده۔ داهم وئيلي شوي دي چې د روانې مياشتې 8 مې نېټې څخه پېل شوې دې نښو كښې عام وګړي هم وژلې شوي دي۔ بلخوا د سعودي عربستان په مشرۍ كښې جوړ شوي عسكري مشرتابه د عدن په بندر ځائې كنړول لرونكو د سدرن ټرانزېشنل کونسل جنګيالو ته وئيلي دي چې هغوي دې د خپلو موجوده ځايونو څخه وروستو لاړو شي ګني بيا دې سختې كارروائۍ ته چمتو پاتې شي