(يادګيرنه: دا خبر دې د 14 اګست سحر څخه وړاندې خپور نه كړې شي۔ مننه) د وزیراعظم عمران خان د 73 مې آزادۍ ورځې په مهال د هېواد دننه او بهر هېوادونو كښې ژوند كوونكو پاكستاني وګړو ته د زړه نه مباركي په ننۍ ورځ به ټولو له ددې عزم پخلې كول وي چې پاكستان يو پرمختګ كړې او سوكاله هېواد جوړولو له به خپل كردار ترسره كوو۔ د فلاحي اسلامي رياست ترلاسه كولو له مونږ لپاره د تقليد وړ نمونه د مدينې رياست دې۔ په مقبوضه جموں او كشمير كښې اوسنيو هندي ګامونو سره زمونږ د پلار نيكه دوه قومي نظريه لا مضبوطه شوې ده۔ د وزيراعظم عمران د 73 مې آزادۍ ورځې په مهال د قام په نامه پېغام

اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د 73 مې آزادۍ ورځې په مهال د هېواد دننه او بهر هېوادونو كښې ژوند كوونكو پاكستاني وګړو ته د زړه نه مباركي وركولو سره وئيلي دي په ننۍ ورځ به ټولو له ددې عزم پخلې كول وي چې پاكستان يو پرمختګ كړې او سوكاله هېواد جوړولو له به خپل كردار ترسره كوو۔ د فلاحي اسلامي رياست ترلاسه كولو له مونږ لپاره د تقليد وړ نمونه د مدينې رياست دې۔ په مقبوضه جموں او كشمير كښې اوسنيو هندي ګامونو سره زمونږ د پلار نيكه دوه قومي نظريه لا مضبوطه شوې ده۔ دا خبره ده د 73 مې آزادۍ ورځې 2019ﺀ په مهال د قام په نامه خپل پېغام كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل 14 اګست زمونږ د ملي تاريخ هغه زرينه ورځ ده كومه چې مونږ ته ځانګړې قربانۍ يادوي كومې چې زمونږ پلار نيكه وركړې دي۔ ده ووئيل زمونږ ستر لارښود قائد محمد علی جناح د يو داسې ترقي پسند پاكستان تصور لرلو چرته چې د اسلام د زرينو اصولو ترمخه ژوند وكړې شي۔ چرته چې د قانون حكمراني ٬ د جمهوري اصولو سرلوړي او د رياست او د اولس ترمينځھ د احساس مضبوط تړون وي۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير په بې ګناه او تش لاسي اولس سخت ظلمونه كولو سره نړيوال قانون د مينځھ وړلې شوې دې۔ وزیراعظم ووئيل لوئے څښتن پاكستان ته بلها نعمتونه او وسائل وركړې دي۔ يو روښانه سباؤن زمونږ وړاندې د قائداعظم د اتحاد ٬ ايمان او تنظيم په اصولو عمل كولو سره په هر يو چېلنج قابو موندلې كېدې شي۔ ده ووئيل مونږ له به نن د دې لوظ پخلې كول وي چې پاكستان پرمختګ كړې او سوكاله هېواد جوړولو له به خپل كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل د آزادۍ ددې خوشحالۍ په موقع زه هغو مېړنو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم چا چې د خپلو قربانيو د لارې د هېواد د پولو ساتنه كړې او د هېواد د سلامتيا بېرغ ئې پورته ساتلې۔ ده ووئيل نن د خوشحالۍ ورځ ده ولې مونږ كشمير كښې د كشميري اولس په ناوړه حالت خفه يؤ۔ ده ووئيل مونږ كشميري وروڼو ته باور وركوو چې مونږ دوئي سره ولاړ يوو۔ پاکستان به د مقبوضه كشمير د بهادر اولس د خپلواكۍ حق په ترلاسه كولو كښې ددوئي سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي۔ وزیر اعظم ووئيل لوئے څښتن دې ګران هېواد د مدينې رياست په ډول جوړولو ٬ د قائداعظم او د علامه اقبال د تصور ترمخه كولو او په نړۍ كښې دې ته صحيح مقام وركولو كښې زمونږ مرسته وكړي۔