هندي وزيراعظم به خپل تكبر غرق كړي۔ جنګ د كومې مسئلې حل نه وي۔ هند خوش فهمۍ كښې دې۔ د هند لخوا په آزاد كشمير د بريد په صورت كښې به د خښتې ځواب په ډبره وركوو۔ پاك پوځ او قام تيار دې۔ مقبوضه کشمیر كښې د كرفيو په مهال د بشري الميې رامخې ته كېدو ذمه وار به د ملګرو ملتونو په شمول نړيواله ورورولۍ وي۔ د بی جے پی او نرېندر مودی اصلي څېره مو نړۍ ته ښكاره كړې۔ د نرېندر مودی مقبوضه کشمیر كښې پورته كړې اوسنې ګام د انتها خوښۍ آخری چال دې۔ د مقبوضه کشمیر انفرادی حېثیت ختمولو سره نرېندر مودی لويه ستراتيجيكي غلطي كړې ده۔ آر اېس اېس په زور د مذهب بدلولو په چالونو عمل كوي۔ د پاکستان د آزادۍ په ورځ كشميري وروڼو سره يم۔ نن كشميرې اولس سخت وخت څخه تېرېږي۔ د بی جے پی او نرېندر مودی اصلي څېره مو نړۍ ته وړاندې كړې۔ مونږ د آر اېس اېس خوفناكې نظريې سره مخ يؤ۔ هندو انتها خوښي تنظيم الماني نازيانو څخه نظريه اخستې۔ د وزیراعظم عمران خان د آزادۍ ورځې په موقع د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ خصوصي غونډې ته خطاب

مظفر آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان په ډاګه كړې چې د هند لخوا په آزاد كشمير د بريد په صورت كښې به د خښتې ځواب په ډبره وركوؤ۔ پاك پوځ او قام تيار دې۔ مقبوضه کشمیر كښې د كرفيو په مهال د بشري الميې رامخې ته كېدو ذمه وار به د ملګرو ملتونو په شمول نړيواله ورورولۍ وي۔ د بی جے پی او نرېندر مودی اصلي څېره مو نړۍ ته ښكاره كړې۔ د نرېندر مودی مقبوضه کشمیر كښې پورته كړې اوسنې ګام د انتها خوښۍ آخری چال دې۔ د مقبوضه کشمیر انفرادی حېثیت ختمولو سره نرېندر مودی لويه ستراتيجيكي غلطي كړې ده۔ آر اېس اېس په زور د مذهب بدلولو په چالونو عمل كوي۔
ددې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د آزادۍ ورځې په موقع د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ خصوصي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان د آزادۍ په ورځ كشميري وروڼو سره يم۔ نن كشميرې اولس سخت وخت څخه تېرېږي۔ د بی جے پی او نرېندر مودی اصلي څېره مو نړۍ ته وړاندې كړې۔ مونږ د آر اېس اېس خوفناكې نظريې سره مخ يؤ۔ هندو انتها خوښي تنظيم الماني نازيانو څخه نظريه اخستې۔ آر اېس اېس د مسلمانانو په ضد د نفرت نظريې له كار كوي او دا ګڼي چې د مسلمانانو نه بدل اخستل دي ولې چې مسلمانانو تر څو پېړو په هندوستان حكومت كړې دې۔ ده ووئيل قائداعظم محمد علی جناح كوم چې د هندو مسلم يووالي علمبردار وو هغه يوازې د هندوستان د آزادۍ سوچ لرلو۔ ولې قائداعظم محمد علی جناح چې زيرك انسان وو۔ هغه د هندوانو په چال پوهه شو چې دوئي مسلمانانو سره د زړه نه نفرت لري۔ ده ووئيل د آر اېس اېس انتهاء خوښې نظريې مهاتما ګاندھی ووژلو۔ په هندي ګجرات كښې د مسلمانانو د عامې وژنې پېښه د انتها خوښې نظريې نتيجه وه۔ بابری مسجد شهيد كړې شو۔ ددې پېښو په اړه چا هم آر اېس اېس څخه پوښتنه ونكړه۔ دا نظريه هند كښې قوي شوه۔ هند كښې د غوا غوښې په خوړلو په مسلمان تشدد كولې شي۔ ده ووئيل ټوله نړۍ كشميري اولس له فكرمند ده۔ مقبوضه کشمیر كښې چې كله كرفيو پورته كړې شي نو دا به معلومه شي چې څه څه څيزونه رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل اولس مشر ټرمپ ته مې د كشمير مقدمه پوره طاقت سره وړاندې كړه۔ ده ووئيل وړومبې نړۍ ته معلومه نه وه چې كشمير كښې څخه روان دي ولې د نرېندر مودي اوسني ګام سره دا مسئله په نړيواله كچه رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل د هند يو اعلی وزير د مېرمنو په اړه ګنده ژبه كاروي او د كشميري مېرمنو په اړه خبرې كوي۔ ده ووئيل هند دې به دې خبره پوهه شي چې د هندو انتها خوښي سوچ تر ټولو لويه نښه به هند په خپله جوړېږي۔ نرېندری مودی هند تباھۍ پلو بياي۔ ده ووئيل هند آرټیکل 370 او 35 اے ختمولو سره د خپل آئين ٬ سترې محكمې او د جموں كشمير د هائيكورټ پرېكړې خلاف ورزي كړې ده۔ ده ووئيل مسلمان هند كښې د ويرې فضا كښې ژوند كوي۔ په هند كښی نور اقليتونه هم په نښه كولې شي۔ ده ووئيل مونږ اطلاع لرو چې هند يوه زياته خوفناكه منصوبه جوړوي۔ هند چې څنګه د پلوامه پېښې څخه وروستو په بالاكوټ بريد وكړو اوس هغه د كشمير صورتحال څخه پام ګرځولو له په آزاد كشمير بريد كول غواړي۔ د هند د خښتې ځواب به په ډبره وركولې شي۔ پاك پوځ او اولس چمتو دې۔ قوم به پوځ سره سم ولاړ وي۔ زمونږ مذهب جنګ پېل كول نه غواړي او د جارحيت اجازت نه وركوي۔ ده ووئيل مسلمانانو سره كم شمېر كېدو لويو پوځونو ته ماتې وركړې ده۔ نرېندر مودی دې واوري كه جنګ مسلط كړې شوز نو پوره طاقت سره به ئې ځواب كولې شي۔ مونږ به تر آخره ځو۔ مونږ په كلمه طيبه ايمان لرو۔ قومي غېرت لپاره به چاته سر ټيټ نه كړو۔ ده ووئيل د هند ميډيا جنګي جنون سره مخ ده۔ د پاكستان په ضد پروپېګنډه كولې شي۔ مودی د ټاكنو مهم كښې هم د پاكستان په ضد نعرې پورته كړې۔ وزيراعظم ووئيل د مقبوضه کشمیر صورتحال د ملګرو ملتونو امتحان دې۔ آيا ملګري ملتونه هغه مهال روانېږي كله چې طاقتور پرېكړه وكړي۔ 125 اربه مسلمان ملګرو ملتونو ته ګوري۔ ده ووئيل مونږ به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د انصاف نړيوالو عدالت په شمول د نړۍ هر يو فورم ته د كشمير مقدمه وړو۔ ده ووئيل د اګست په 15مه نېټه به د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلو له برطانيه كښی ګڼ شمېر خلق بهر راوځي۔ ده وويئل پاكستان او هند شريكې ګټې لري او ددواړو هېوادونو اړيكو ترمينځھ ښه كېدو سره به د روزګار موقع زياتې شي۔ وزيراعظم ووئيل د قائداعظم محمد علی جناح هڅو ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كوم۔ چا چې زيات همت كولو سره د پاكستان جوړېدل ممكن كړل۔ د قائداعظم دوه قومی نظریې د تحریک پاکستان بنیاد دې۔ پاكستان د يوې نظريې په بنياد جوړ شو۔ نن مونږ ددې عزم پخلې كوو چې پاكستان كوم مقصد لپاره جوړ كړې شوې وو هغه به ترلاسه كوو۔ ده ووئيل د مدينې رياست د يو نوي او د حضور علېه السلام د سنت عكاسي كوي۔ د مدينې رياست كښې د قانون سرلوړي ترلاسه وه۔ مېرمنو ٬ اقليتونو او غلامانو حقونه لرل۔ اسلام كښې كومه زبردستي نشته۔ اسلامي تاريخ د عدل او انصاف مثالونو څخه ډك دې۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس كښې د مرګ ويره ختمه شوې ده۔ په کرفیو كښې هغوي بې ويرې بهر راوتلې دي۔ ده ووئيل نرېندر مودې دې په كومه غلط فهمۍ كښې نه پاتې كېږي۔ كشميرې اولس د هڅو علامت جوړ شوې دې