مودي تورو ګامونو سره هغه ارادې ترسره كول غواړي د كومې پېل چې ده د ګجرات مسلمانان وژلو سره كړې وو۔ مودي د هټلر په ډول د كشميري اولس نسل ختمول غواړي۔ ميډيا ټول عمري د هېواد دفاع ٬ قومي سلامتيا ٬ تشخص او وقار حفاظت كړې۔ زمونږ وسله وال پوځ د دښمن شمېره كتلو سره نه بلكې د ايمان جذبې او د لوئې څښتن مرستې سره د طاقتور دښمن تباه كولو صلاحيت لري۔ وزیراعظم عمران خان د خپل حكومت په اولني كال كښې د پاكستان استحكام له هڅې وكړې۔ اوس د پاكستان د جوړېدو سفر پېل كېږي په كوم كښې چې د وسله وال ځواك بنيادي كردار دې۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان پېښور پرېس كلب كښې د تورې ورځې په اړه سيمينار ته خطاب

پېښور ۔15 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د تورې ورځې لمانځلو مقصد د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو ته غږ كول او دوئي هندي مقبوضه كشمير كښې د انسانيت سپكاوي څخه خبرول دي۔ د سلامتي كونسل غونډه د هند په دغه ادعا وار دې چې كشمير ددوئي كورنۍ مسئله ده۔ مهذبه نړۍ دې د مودي د غېر قانوني او يو اړخيزه ګام نوټس اخلي۔ روسيه هم د پاكستان غوښتنې ملاتړ كوي۔5 لسيزې وروستو د سلامتي كونسل د كشمير په مسئله غونډه رابلل زمونږ سفارتي بريا ده۔ د عمران خان په مشرۍ كښې به پاكستان په هر فورم د مظلوم كشميري اولس وكالت كوي۔ مودي تورو ګامونو سره هغه ارادې ترسره كول غواړي د كومې پېل چې ده د ګجرات مسلمانان وژلو سره كړې وو۔ مودي د هټلر په ډول د كشميري اولس نسل ختمول غواړي۔ ميډيا ټول عمري د هېواد دفاع ٬ قومي سلامتيا ٬ تشخص او وقار حفاظت كړې۔ زمونږ وسله وال پوځ د دښمن شمېره كتلو سره نه بلكې د ايمان جذبې او د لوئې څښتن مرستې سره د طاقتور دښمن تباه كولو صلاحيت لري۔ وزیراعظم عمران خان د خپل حكومت په اولني كال كښې د پاكستان استحكام له هڅې وكړې۔ اوس د پاكستان د جوړېدو سفر پېل كېږي په كوم كښې چې د وسله وال ځواك بنيادي كردار دې۔ دې پېښور پرېس كلب كښې د تورې ورځې په اړه سيمينار ته خطاب كولو۔ دې ووئيل پېښور پرېس كلب كښې خبريالې ورورولۍ د پاكستان د 22 كروړه اولس غږ جوړېدو سره خپلو كشميري وروڼو سره د يو والي څرګندونه كړې۔ په دې د دوئي بايد ستائنه وكړې شي۔ دې د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت یوسفزئی او خېبر پختونخوا كښې د ضم شويو قبائلي ضلعو كښې د اجمل وزير په شمول د خېبرپختونخوا د ټول سياسي مشرتابه مننه كولو سره ووئيل دوئي د كشميري اولس په زخمونو مرهم اېښودلو ٬ د پاكستنان او كشميري اولس ترمينځه د زوال نه لرونكې خپلولۍ مضبوطې جوړولو له يو مهم پروګرام جوړ كړې دې د كوم چې څومره هم ستائنه وكړې شي كمه ده۔ دې ووئيل پرون وزير اعظم عمران خان ثابت كړه چې د كشمير آزادۍ نه غېر د پاكستان د آزادۍ خوشحالۍ نيمګړې دي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د قائد اعظم او دده د ملګرو د ځانګړې قربانيو په نتيجه كښې پاكستان جوړ شو۔ دغه مهال قائد اعظم محمد علي جناح د دوه قومي نظريو بنياد كېښودو او تر ټولو اولنۍ نعره د پاكستان مطلب څخه ”لا اله الا اﷲ” پورته كړې شو۔ دې ووئيل هندوستان د سېكولر رياست كېدو ادعا كوي ولې نن اقليتونو سره سلوك دا ثابتوي چې مسلمانان يا هغه اقليتونه چا چې د هندوستان وېش په موقع د اکھنډ بھارت نعرې ملاتړ كړې وو نن هغوي شرمنده او مايوسه دي ولې چې هغوي په دې پوهېږي چې هند د هندو ازم او آر اېس اېس نظرياتي غنډه ګردۍ نه ځانله هېڅ هم نه دي۔ دې ووئيل د كوم نظام په ضد چې قائداعظم محمد علی جناح جنګ كړې وو د كم قسمتۍ نه دغه نظام پاكستان څخه ختم نه شو كوم چې په مونږ يو وارې بيا مسلط شوې۔ دې ووئيل كومو كسانو چې قائد اعظم نه ملنو هغوي نن د عمران خان مخالفت كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم پرون هندي وزيراعظم مودي ته ووئيل چې مونږ د جنګ قائل نه يو ولې كه په مونږ مسلط كړې شو نو بيا به د خښتې ځواب په ډبره وركولې شي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان په نړيواله كچه د كشمير مقدمه مخ په وړاندې بوتللو له هڅې كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم نړۍ جړقولې چې په نتيجه كښې ئې نن د جمعې په ورځ د كشمير په مسئله د سلامتي كونسل غونډه كېږي۔ دې ووئيل زه نن پېښور كښې دا خبره كوم چې فلسطین په نړۍ كښې ډېر مظلوم پاتې شوې دې ولې دغلته هم كله اولس 11، 11 ورځې نهر ساتلې شوې نه دې۔ نن دولسمه ورځ ده مقبوضه كشمير كښې كرفيو روانه ده۔ خلقو ته د اختر د لمونځ اجازه وركړې شوې نه ده۔ د خوراك او داروګانو كمې دې۔ كرفيو سره د كربلا ياد تازه شوې دې۔ نن مونږ ټول پېښور پرېس كلب څخه د هندوستان د زور او ظلم غندنه كوو او خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره د يو والي څرګندونه كوو۔ دې ووئيل د پاكستان وسله وال ځواك د ترهګرۍ په ډول موذي رنځ سره جنګ كولو نه وروستو صوبې څخه دا كېنسر صفا كړې۔ دا هغه پوځ دې كوم چې د ايماني جذبې په بنياد او د لوئې څښتن مرستې سره د طاقتور دښمن د تباه كولو صلاحيت لري۔ دې ووئيل د سيمنار مقصد نړۍ ته وئيل دي چې د بشري حقونو چېمپیئن دې د كشميري اولس د نسل ختمولو هڅې مخنيوي له په وخت ګامونه پورته كړي۔ دې ووئيل د بشري جقونو نړيوالو تنظيمونه دې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅو كښې د كشميري اولس مرسته وكړي او په دوي د روان ظلم مخنيوي له دې خپل كردار ترسره كړي۔