قومي كراټے چېمپئن شپ نن پېل كېږي

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) قومي كراټے چېمپئن شپ نن د زيارت په ورځ د اګست په 22مه نېټه پېل كېږي۔ د پاكستان كراټے فېډرېشن سېكترې عندليب سندھو له مخې دا چېمپئن شب به لاهور كښې كېږي چې پكښې به په مجموعي توګه 9 لوبډلې ګډون كوي۔ په چېمپئن شپ كښې به د واپډا٬ پاكستان آرمي٬ رېلوے٬ پوليس٬ بلوچستان٬ سندھ٬ پنجاب٬ خېبر پښتونخوا او اسلام آباد لوبډلې ګډون كوي۔ د واپډا لوبډله به د ټائټل دفاع كوي