فرانس، د سېنډوچ په راوړلو كښې په تاخير يو وګړي وېټر ووژلو

پېرس 17 اګست (اے پي پي) د فرانس په پايه تخت پيرس كښې په يو رستوران كښې د سېنډوچ په طمعه مصرف كوٶنكي په غصه كښې په وېټر د ګولو باران وكړو۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د جمعې په شپه نوائزي لي ګرېنډ نومې رېستوان كښې يو كس د سېنډ وچ آرډر وركړو په كومه چې ھغه لږ انتظار سره مخ شو او د دې نه پس په غصه كښې ئې په وېټر ډزې كولو سره ھغه ووژلو او د موقعې نه ئې پښې وېستلې۔ د مقتول ملګرو د دې پېښې اطلاع پوليس له وركړه٬ پوليسو د قتل پلټنې پېل كړې دي۔(ګ ل