عرفات مېدان كښې د دوه كوچنيانو زېږېدنه

مکه مکرمه ۔ 13 اګست (اے پی پی) د مكې مكرمې عرفات مېدان كښې دده حج كوؤنكو مېرمنو ماشومانې وزېږېدلې۔ د سعودی خبر رسنې ادارې ترمخه د عرفات په مېدان كښې د 40 كلنې ليبيائي مېرمنې سعاد محمد بربوش لور وزېږېدله۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت په ټويټر خپل اكاونټ كښې د نوې زېږېدلې ماشومې عكس او وېډيو اپ لوډ كولو سره وئيلي چې د دې نامه عرفه اېښودلې شوې ده۔ بلخوا هم دې مېدان كښې د جمهوريت ګني 23 كلنې مېرمنې مېمونه علي هم لور زېږېولې ده۔