طالبانو سره مذاكرات مخ په وړاندې روان دي۔ امريكا

واشنګټن 18 اګست (اے پي پي) امريكې وئيلي دي چې په افغانستان كښې د 18 كلن جنګ خاتمې لپاره طالبانو سره مذاكرات مخ په وړاندې روان دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د سپينې ماڼې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د افغانستان د سولې خبرو په اړه اولس مشر ډونلډ ټرمپ د قومي سلامتيا سلاكارانو سره پياوړې خبرې كړې دي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په افغانستان كښې سولې لپاره طالبانو سره مذاكرات مخ په وړاندې روان دي۔ اولس مشر ډونلډ ټرمپ سلاكارانو سره د ملاقات كولو نه پس په يو ټويټ كښې وئيلي دي چې د افغانستان په وضع ملاقات ډېر ښه و۔ اولس مشر ټرمپ سره په ملاقات كوونكو كښې د امريكې دوهم اولس مشر مائيك پينس٬ خارجه وزير مائيك پومپيو٬ د دفاع وزير مارك ايسپر٬ د قومي سلامتيا سلاكار جان بولټن٬ افغانستان لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد٬ د امريكې جوائنټ چيفس آف سټاف جنرال ډنفرډ او د سي آئي اے ډائرېكټر شامل وو۔