د چين حكومت د سائنسي څېړنې 41,752 منصوبو له د 21 ارب يوان رقم بېل كړو

بیجنګ ۔ 17 اګست (اے پی پی) د چين حكومت د سائنسي څېړنې 41,752 منصوبو له د 21 ارب يوان رقم بېل كړې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې راپور ترمخه د سركاري ادارې نېشنل نېچرل سائنس فاؤنډېشن آف چائنا لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې كومو منصوبو لپاره دا رقم بېل كړې شوې دې په دې كښې د سائنسي تحقيق بنيادي قومي منصوبې شاملې دي۔ د راپور ترمخه اېن اېف سی ته تر مارچ مياشتې د سائنسي تحقيق منصوبو لپاره د فنډز جاري كولو په لړ كښې 240 زره خواستونه ترلاسه شوې وو كوم چې د تېر كال په مقابله كښې 12 فيصده زيات دي