د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د پي او اېف او هېوي انډسټريز ټېكسلا دوره

پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د شورو په ورځ د پي او اېف او هېوي انډسټريز ټېكسلا دوره كړې ده ۔ د آئۍ اېس پي آر له مخې سرلښكر په دې موقع په پي او اېف واه كښې د يوريا سرې د پلانټ پرانسته وكړه٬ د يوريا پلانټ په 8 مياشتو كښې بشپړ كړې شوې٬ په پلانټ كښې جديده ټېكنالوجي لګېدو سره به پېداواري لګښت كم شي۔ په دې موقع سرلښكر د پي او اېف ډسپلے سنټر هم دوره وكړه او د نوې دفاعي مصنوعاتو ئې جاج واخست۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د پي او اېف د تحقيقي ډلې د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ په دې موقع سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د بېلا بېلو ټانكونو د اپ ګرېډېشن نه هم خبر كړې شو