د وېسټ انډيز او هند كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو سېريز (نن) پېل كېږي

کنګسټن 21 اګست (اے پي پي) د وېسټ انډيز او هند كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو سېريز به (نن) د زيارت په ورځ په نارته ساٶنډ كښې پېل كېږي۔ د دې نه وړاندې هندي لوبډلې كوربه لوبډلې ته په درې ټي ټونټي او دريو ون ډے مېچونو په سېريز كښې ماتې وركړې ده ۔٬ د وېسټ انډيز او هند كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو سېريز به د زيارت په ورځ پېل كېږي او دوېم مېچ به د 30 اګست نه تر 3 ستمبر په كنګسټن كښې كېږي