د وزیر اعظم عمران خان ایرانی اولس مشر حسن روحانی سره ټېلېفوني تماس ، د مقبوضه کشمیر موجودہ صورتحال او د هند لخوا د كشمير جغرافیائی حېثیت بدلولو په اړه ئې خبر كړو

اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان ایرانی اولس مشر حسن روحانی سره ټېلېفوني تماس ونيولو او دې ئې د مقبوضه کشمیر موجودہ صورتحال او د ملګرو ملتونو د پرېكړو ښكاره خلاف ورزي كولو سره د هند لخوا د كشمير جغرافیائی حېثیت بدلولو په اړه خبر كړو۔ وزيراعظم په خاص توګه د هندي ځواكونو لخوا مقبوضه كشمير كښې د كرېك ډاؤن په نتيجه كښې په لويه كچه د عامې وژنې په پېښو اندېښنه ښكاره كړه۔ ده زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې د لويې تباهۍ څخه بچ كېدو له په سمدستي توګه خپل كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ايرانې اولس مشر خبر كړو چې د تېرو 7 لسيزو څخه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه په سوليز ډول حل كولو له پاكستان څو وارې په هند زور راوړلو سره وئيلي دي چې كشميري مسلمانانو ته دې د سولييز ژوند كولو له ټول قانوني حقونه او آسانۍ وركړې شي۔ اولس مشر حسن روحاني مقبوضه جموں او كشمير كښې د بې ګناه اولس د وژنې په پېښو اندېښنه ښكاره كړه۔ وزیراعظم عمران خان د كشمير په مسئله د ايران په اصولي دريځ او د ايراني مشرتابه لخوا كشميري اولس سره د خواخوږۍ جذبې په څرګندونه او ددوئي د حقونو د ملاتړ ستائنه وكړه۔ دواړه دې ته سلا شول چې د كشمير مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ وزیراعظم عمران خان زور راوړو چې هند دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئله په سمدستي توګه حل كړي۔ دوه اړخيزه اړيكې نظر كښې نيولو سره دواړو لارښودو د پاكستان او ايران ترمينځھ اړيكې لا مستحكم كولو او په خصوصي توګه د اپرېل مياشت كښې د وزيراعظم عمران خان د ايران دورې څخه وروستو په شويو هڅو د اطمينان څرګندونه وكړه۔