د وزيراعظم د كلين اېنډ ګرين پروګرام له مخې په كشمير هائي وے د ونو كرلو كمپائن پېل كېدو نه پس دستوره

الماتې 18 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د كلين اېنډ ګرين پروګرام له مخې په كشمير هائي وے د ونو كرلو كمپائن پېل كېدو نه پس دستوره وشوه۔ په دستوره كښې خاص مېلمه د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وو۔ په دستوره كښې د اسلام آباد چيف كمشنر٬ د اسلام آباد آئي جي٬ د ضلعي انتظاميې افسرانو او د اسلام آباد سكاؤټس رضاكارو ګډون وكړو۔ په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د كلين اېنډ ګرين اسلام آباد پروګرام لپاره د شويو اقداماتو نه خبر كړے شو۔ د اسلام آباد انتظاميې په دې موسم كښې د 10 لكه ونو كرلو هدف ټاكلې دے۔ د اتوار په ورځ د پرانستې دستورې په مهال 10 زره ونې نال كړې شوې۔