د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد د پارلمان په لاجز كښې د وزيراعظم د كلين او ګرين پروګرام له مخې بوټې نال كړو

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد د پارلمان په لاجز كښې د وزيراعظم د كلين او ګرين پروګرام له مخې بوټې نال كړو۔ په دې موقع د تجارت وزارت اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې پلانټ اے فروټ ټري له مخې د ونو كرلو په كمپائن كښې نيوټرېشن يو مهم اړخ دے۔ ده ووئيل چې د موسمياتي بدلون مقابله به د وزيراعظم عمران خان د ونو كرلو كمپائن سره كوو۔