د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د پاكستان تحريك انصاف د يو كال كاركردګۍ راپور په اړه جوړې شوې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د كشمير مسئله د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ په قومي اېجنډه مونږ ټول متفق يو٬ نننۍ ورځ د خپلو مظومانو كشميري وروڼو او خوئېندو په نوم كوو٬ هند د مكروه عمل او د تورو اقداماتو د لارې مقبوضه وادي په زندان كښې بدله كړې٬ معصوم ماشومان پيو او ناروغه كسان داروګانو لپاره ترسېږي٬ خپل حق لپاره غږ پورته كوونكي د هندي قابض ځواكونو لخوا بدتره رياستي ترهګرې سره مخ دي٬ د كشمير مسئله په ډاګه كولو لپاره مونږ سياسي مفادات شا ته غورځولي دي٬ اوسني حكومت چې د كشمير مسئله څنګه په ډاګه كړې٬ د دې مثال نشته٬ د مېډيا آزادې او مثبت تنقيد ته هركلې وايو ځكه چې دا حكومت د رائې د اظهار په آزادې باور لري٬ حكومت په يو كال كښې محنت٬ ديانت سره په سم لوري پالېسې پېل كړې دي٬ د پالېسو نتيجه به اولس ته د پرمختګ او خوشحالې په صورت كښې په نظر راځي٬ په نوي پاكستان كښې د واكمنو نه بلكې د پاكستان د اولس د مفاداتو تحفظ كېږي٬ وزيراعظم عمران خان محنت او عزم سره د قائداعظم پاكستان مخ په وړاندې بوځي٬ د حكومت وړومبې كال د استحكام پاكستان او راتلوبكې كال به د تعمير پاكستان كال وي٬ وزيراعظم د اصلاحاتو د عمل په خپله څارنه كوي٬ د هېواد متوسط طبقې لپاره احساس پروګرام پېل كړې شوې٬ د خزانې او اقتصادي چارو ډويژن او د رېلوے په كاركردګۍ كښې بهتري راغلې٬ پاكستان پوسټ او اېن اېچ اے د غوره كاركردګۍ په نتيجه كښې منافع وركوونكې ادارې جوړې شوې دي٬ د توان وزارت په ګرځينده قرض كښې كمې راوستې٬ په هېواد كښې د سېلګرې ودې لپاره 175 هېوادونو لپاره د اسانې وېزې پاليسي معرفي كړې شوې٬ اېف بي آر د ټېكس دائره پراخه كولو لپاره جامع اقدامات كړي دي٬ پي ټي وي اوس د خسارې نه وتلو سره منافع كوونكې اداره جوړه شوې۔ راډيو هم د خسارې نه وتلې او د پاكستاني اولس غږ جوړ شوے٬ د اے پي پي وېډيو نيوز سروس د نوي وخت تقاضو سره هم آهنګ كوو۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د يو كال كاركردګۍ راپور په اړه جوړې شوې دستورې ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې نن خبريالانو خپله رخصتي او د كورنيو وخت پاكستان لپاره وقف كړے٬ په دومره لويه شمېر كښې د خبريالانو موجودګي دا خبره واضحه كوي چې په قومي اېجنډا مونږ ټول متفق يو او خپلې خوشحالې او سكون قربانولو ته تيار يو۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د تېرو څو اونيو نه هند د مكروه عمل او د تورو اقداماتو د لارې مقبوضه وادي په زندان كښې بدله كړې٬ معصوم ماشومان پيو او ناروغه كسان داروګانو لپاره ترسېږي٬ خپل حق لپاره غږ پورته كوونكي د هندي قابض ځواكونو لخوا بدتره رياستي ترهګرې سره مخ دي٬ د كشمير مسئله په ډاګه كولو لپاره مونږ سياسي مفادات شا ته غورځولي دي٬ اوسني حكومت چې د كشمير مسئله څنګه په ډاګه كړې٬ د دې مثال نشته۔ هغې ووئيل چې نننۍ ورځ د خپلو مظومانو كشميري وروڼو او خوئېندو په نوم كوو۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د اګست په 18مه نېټه د حكومت يو كال پوره شو او تېر كال په نننۍ ورځ د پاكستان تحريك انصاف حكومت جوړ شوے و۔ په نننۍ ورځ د حكومت نه زيات د پاكستان په وجود خبره كول ځكه ضروري دي چې د پاكستان وجود تر هغه وخت نامكمل دے تر څو چې كشمير په دې كښې نه وي شامل شوے۔ مونږ نن د خپل 22 كروړه اولس لخوا نننۍ ورځ د خپلو كشميريانو وروڼو په نوم كوو۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د كشمير مسئله د حكومت وړومبې ترجيح ده خو كه نن مونږ خپله كاركردګي اولس او مېډيا سره شريكه نه كړو نو په مونږ به تنقيد وشي۔ هغې ووئيل چې مونږ كشميړ خپل وړومبې ترجيح ساتلې كوم چې د قوم د جذباتو او احساس عكاسي كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د مظلوم كشميريانو جنګ كوي۔ هغې ووئيل چې نن د وزيراعظم وېنا دې لپاره وځنډول شوه چې پكښې د ستونزو او كشالو ذكر وو۔ مونږ د كشمير كاز لپاره سياسي معاملې شا ته غورځولې دي او د قومي بيانيې او مفادو مخ په وړاندې بوتللو پرېكړه مو كړې۔ هغې ووئيل چې نننۍ دستوره ډېره مهمه ده چې پكښې د مېډيا لويه شمېره موجود ده۔ مېډيا د كومې ټولنې سترګې او غوږونه وي٬ دې سره د هېواد د 22 كروړه اولس هيلې تړون لري۔ هغې ووئيل چې د دې دستورې كولو مقصد دا هم و چې اولس د حكومت ترجيحات پېژندل غواړي۔ هغې ووئيل چې مېډيا د حكومت غطلې په ګوته كولو سره تنقيد هم كوي ځكه چې دا ئې حق دے ځكه چې تنقيد د جمهوريت ښكلا وي۔ هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان مېډيا سره شركت د دې خبرې عكاسي كوي چې ده تل مېډيا ته عزت وركړے او كله ئې هم د حكومت يا ګوند په كچه د مېډيا تنګولو اشاره نه ده كړې۔ په دستوره كښې د آزاد جمو او كشمير د قانون ساز اسمبلۍ سپيكر شاه غلام قادر د اعزازي مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعيم الحق نه علاوه د تحريك انصاف مشران هم موجود وو۔