د هندي حكومت د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو يو اړخيزه پرېكړه يو ناوړه سازش ٬ د ملګرو ملتونو د پرېكړو او شمله لوظنامې ښكاره خلاف ورزي ده۔ هند بايد په دې پوهه شي چې د آزادۍ تحريك ناوړه هڅو او رياستي ظلم او زياتي سره دباؤ ساتلې كېدې نه شي۔ تركومې چې كشميري اولس ته ددوئي د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي مونږ به دوئي ځانله نه پرېږدو۔ د اولس مشر ډاکټر عارف علوی د 72 مې آزادۍ ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د هندي حكومت د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو يو اړخيزه پرېكړه يو ناوړه سازش ٬ د ملګرو ملتونو د پرېكړو او شمله لوظنامې ښكاره خلاف ورزي ده۔ هند بايد په دې پوهه شي چې د آزادۍ تحريك دې ناوړه هڅو او رياستي ظلم او زياتي سره دباؤ ساتلې كېدې نه شي۔ تركومې چې كشميري اولس ته ددوئي د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي مونږ به دوئي ځانله نه پرېږدو۔ مونږ به د قومي مقصدونو ترلاسه كولو له همغږۍ او يو والي سره مخ په وړاندې ځو۔ دا خبره ده د 72 مې آزادۍ ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل دا ورځ كشمير سره د يو والي ورځ هم ده۔ ده ووئيل د هندي حكومت د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو يو اړخيزه پرېكړه يو ناوړه سازش ٬ د ملګرو ملتونو د پرېكړو او شمله لوظنامې ښكاره خلاف ورزي ده۔ هند بايد په دې پوهه شي چې د آزادۍ تحريك دې ناوړه هڅو او رياستي ظلم او زياتي سره دباؤ ساتلې كېدې نه شي۔ ده ووئيل نن نړۍ ويني چې ټول پاكستانې قام خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره ولاړ دې او دا مهال ددوئي سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته كوي۔ تركومې چې دوئي ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي مونږ دوئي ځانله پرېښودلې نه شو۔ ده ووئيل مونږ د كشميري اولس او كشميري اولس زمونږ دې۔ ددوئي دړد زمونږ دې۔ ددوئي د سترګو اوښكه زمونږ زړونو ته غورځيږي۔ ده ووئيل آزادي ډېر لوئې نعمت دې او ددې ترلاسه كولو له زمونږ مشرانو ډېرې قربانۍ وركړې دي۔ او هم ددغه قربانيو په نتيجه كښې د اګست په 14 مه نېټه كال 1947ء پاکستان د نړۍ په نقشه د يو آزاد هېواد په توګه رامخې ته شو۔ اوس زمونږ ذمه واري ده پاكستان د نړۍ په قامونو كښې د يو وقار لرونكي ٬ پرمختګ كړي او سوكاله هېواد په شكل وړاندې كړو اوم دا هېواد د قائداعظم محمد علی جناح او علامه محمد اقبال د خوبونو ترمخه جوړ كړو۔ ده ووئيل نن چې هېواد كومو ستونزو سره مخ ددې غوښته دا ده چې مونږ د قومي مقصدونو ترلاسه كولو له همغږۍ او يو والي سره مخ په وړاندې لاړ شوو۔ ده ووئيل د آزادۍ په دې موقع مونږ هغه ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو چا چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره زمونږ د آزادۍ حفاظت كړې۔ ده ووئيل راځۍ چې يو نوي عهد سره د پاكستان د پرمختګ كړي ٬ سوكاله او انصاف خوښي هېواد جوړولو له د خپل لوظ پخلې وكړو۔