د هندي اقدام په سوب رياست كښې عظيمه انساني الميه رامخې كېدې شي۔ د آزاد جمو كشمير حکومت په كوربتوب كښې د ټول ګونديز كنفرنس اعلاميه

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د آزاد جمو كشمير حکومت په كوربتوب كښې د ټول ګونديز كنفرنس نه پس اعلاميه كښې وئيلي شوې هند د اګست په 5مه نيټه دفعه 370 ختمولو سره د كشميريانو تشخص ختمولو له هڅه كړې چې په سوب ئې آئيني بحران پېدا شوې٬ د رياست وحدت تقسيمولو سره ئې د كشميريانو سپكاوې كړې٬ د هند د دې اقدام غندنه كوٶ٬ د هند دا اقدام د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده ٬ مقبوضه کشمیر په پوځي چهاٶڼۍ بدل كړې شوې او رابطه ئې بهر نړۍ څخه منقطع ده ٬ هند د رياستي ترهګرۍ د لارې حريت مشران٬ كاركنان تر دې سرې سركاري ملازمان ترهګر ګرځول او شهيدان او بې دركه كوي٬ د هندي اقدام په سوب رياست كښې عظيمه انساني الميه رامخې كېدې شي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوې كشميريان به د خپلواكۍ حق نه پشا كېږي نه ٬ پاكستان دې د ملګرو ملتونو او كوټلې نړيوالې ادارې فعاله كولو لپاره د جارحانه سفارتي كمپائن اهتمام وكړي٬ د مقبوضه جمو كشمير اولس سره يوالي لپاره به د ډز بندۍ لائن پلو مارچ كوٶ٬ د پاکستان كوم پلاوي چې د كشمير مسئله رامخې ته كولو لپاره ځي ھغې كښې بايد د آزاد كشمير او حريت مشرانو نمائنده وي٬ اعلاميه كښې وئېلې شوي په څوارلسم اګست دې پاكستان او آزاد كشمير كښې د پاكستان بېرغ سره د آزاد کشمیر بېرغ هم هسك كړې شي٬ پاكستان دې د شمله لوظنامې پشمول هند سره د ټولو دوه اړخيزه لوظنامو نه د لاس په سر كېدو اعلان وكړي۔ د مقبوضه جمو كشمير اولس سره يوالي لپاره به د ډز بندۍ لائن پلو مارچ كوٶ٬ د لندن، برسلز، نیویارك او واشنګټن پشمول مهمو پايه تختونو كښې دې د احتجاجي مظاهرو اهتمام وكړئ شي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي د پاکستان كوم پلاوي چې د كشمير مسئله رامخې ته كولو لپاره ځي ھغې كښې بايد د آزاد كشمير او حريت مشرانو نمائندي وي۔ بلخوا د دې نه وړاندې د وزیراعظم راجه محمد فاروق حېدرخان په كوربتوب كښې كل جماعي كنفرنس چې پكښې راجه ظفر الحق او سید فخر امام په خاص توګه ګډون كولو۔ په كنفرنس كښې د چوهدری محمد یاسین، سردار عتیق احمد خان، بېرسټر سلطان محمود چوهدری، سردار محمد انور خان، راجه ذوالقرنین خان ، سید منظور الحسن ګېلانی، چوهدري پرویز اشرف، مرزا شفیق جرال٬ مشتاق احمد منهاس