د مقبوضه کشمیر په اړه د نړيوالې ورورلۍ په غلي پاتې كيدو نه پوهېږو، خاص مرستيال ذوالفقار بخاری

اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاکستانیانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاری وئيلې دي د مقبوضه کشمیر په اړه د نړيوالې ورورولۍ په غلي پاتې كيدو نه پوهېږو،دا مهال چې د مقبوضه کشمیر كوم حالات دي هغه د انسانیت لپاره سوالیه نشان دي۔ د مقبوضه کشمیر په صورت حال ”اے پی پی” سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل 16 ورځې پرله پسې د كرفيو په وجه په مقبوضه کشمیر حالات د ژوند لپاره خطر شوي خو د نړيوالې ورورولۍ په خاموشۍ نه پوهيږو۔ ده ووئيل دا وخت چې د مقبوضه کشمیر كوم حالات دي هغه د انسانیت لپاره سوالیه نشان دې۔ ده ووئيل هند د مقبوضه کشمیر اولس د خوراك وركولو، ژوند بچ كيدونكو داروګانو ، کاروبار، تعلیم او صحت غوندې اسانيو څخه محروم کړے دے