د مقبوضه كشمير په اړه د چين لخوا د هند دريځ رد كول زمونږ د ريښتوني اصولي دريځ فتځ ده۔وزیراعظم عمران خان نړۍ ته د كشمير مسئله چې په كوم ډول وړاندې كړې مثال نه لري۔ د کشمیري اولس د خپلواكۍ حق له جهاد زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ کشمیرې اولس زمونږ قومي بيانيې ته اړتيا لري۔ بلاول بھټو دې د كشمير په مسئله بې بنسټه خبرې كولو څخه ډډه وكړي۔ پيپلز ګوند دې سندھ كښې د آئين سرلوړي باوري كړي۔ قوم نه غواړي چې مونږ بدعنوانه عناصرو سره كوم ډول سودا وكړو۔ په معاشي محاذ ډاكټې اچولې شوې او غلاګانې شوي دي۔ اېن آر او امكان نه لري۔ اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان سيالكوټ كښې د اختر دستورې په ميډيا سره خبرې او په ټي وي خپور شوې بيان

اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی) اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د مقبوضه كشمير په اړه د چين لخوا د هند دريځ رد كول زمونږ د ريښتوني اصولي دريځ فتځ ده۔ وزیراعظم عمران خان نړۍ ته د كشمير مسئله چې په كوم ډول وړاندې كړې مثال نه لري۔ د کشمیري اولس د خپلواكۍ حق له جهاد زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ کشمیرې اولس زمونږ قومي بيانيې ته اړتيا لري۔ بلاول بھټو دې د كشمير په مسئله بې بنسټه خبرې كولو څخه ډډه وكړي۔ پيپلز ګوند دې سندھ كښې د آئين سرلوړي باوري كړي۔ قوم نه غواړي چې مونږ بدعنوانه عناصرو سره كوم ډول سودا وكړو۔ په معاشي محاذ ډاكټې اچولې شوې او غلاګانې شوي دي۔ اېن آر او امكان نه لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې سيالكوټ كښې د اختر دستورې په ميډيا سره خبرې او په ټي وي خپور شوې بيان كښې وكړه۔ دې ووئيل هند په زور سره د كشميريانو د آزادۍ جذبه د مينځه وړلې نه شي۔ دې ووئيل کشمیر زمونږ شريكه قومي معامله ده۔ بلاول دې په دې سياست نه كوي۔ د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅو لپاره د پاكستان 22 كروړه اولس دوئي سره دې۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان د كشميري اولس تر ټولو لوئې وكيل دې او څنګه چې ده د كشمير مسئله نړۍ ته رامخې ته كړې ده پخواني دور كښې مثال نه لري۔ دې ووئيل کشمیرې اولس زمونږ قومي بيانيې ته اړتيا لري۔ بلاول بھټو دې د كشمير په مسئله بې بنسټه خبرې كولو څخه ډډه وكړي۔ پيپلز ګوند دې سندھ كښې د آئين سرلوړي باوري كړي۔ قوم نه غواړي چې مونږ بدعنوانه عناصرو سره كوم ډول سودا وكړو