د مدینې منورې په هوائي ميدان د پاسپورټ محکمې 87 ميرمنې اهلکارې تعینات

مدینه منورہ 02 اګست (اے پی پی) سعودی عرب كښې د مدينې منورې په پرنس محمد بن عبدالعزیز انټرنېشنل هوائي ميدان د پاسپورټ محکمې 87 ميرمنې اهلكارې د حج کونكو خذمت لپاره تعینات کړې شوې دي۔ د سعودی ورځپاڼې له مخې د پاسپورټ محکمې يادې شوې ميرمنې به د مدینې منورې په هوائي ميدان حج کونكې هېواد ته د داخليدو عمل آسانولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔