د لوئے اختر په موقع امريكا كښې د مقبوضه كشمير اولس سلامتيا او تحفظ له خاص دعاګانې

نیو یارک۔ 13 اګست (اے پی پی) د لوئے اختر په موقع ګرده امريكا كښې د اختر خاص دستورو كښې د مقبوضه كشمير اولس سلامتيا او تحفظ له خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ امريكا څخه د ترلاسه شويو پېغاماتو ترمخه د اتوار په ورځ د اختر لمونځ ادا كېدو څخه وروستو د مقبوضه كشمير اولس خپلواكۍ او آزادۍ له د دوئي د سوليزو هڅو د كاميابۍ دعاګانې هم وغوښتلې شوې۔ د اختر په خطبو كښې علماﺀ كرامو د نړيوالې ورورولۍ پام په مقبوضه كشمير كښې روانو هندي ظلمونو پلو ګرځولو سره ووئيل چې د تېرې يوې اونۍ څخه كشميرې اولس په خپلو كورونو كښې بنديوان كړې شوي دي۔ دوئي ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې خپل اختيارات كارولو سره د هندي ظلمونو لاره ونيسي۔ د اختر ترټولو لويه غونډه د نیویارک اسلامک سېنټر كښې وشوه كومه كښې چې د بېلو هېوادونو او د ملګرو ملتونو بېلو څانګو كښې خذمتونه ترسره كوؤنكو سفيرانو هم ګډون وكړو۔ دوئي يو بل له د اختر مباركي هم وركړه۔