د كشمير ګلوبل كونسل تر سيوري لاندې په ټورانټو كښې د هند په ضد احتجاجي مظاهره وشوه٬ په مظاهره كښې د زرګونو په شمېر كسانو ګډون وكړو

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي﴾ د كشمير ګلوبل كونسل تر سيوري لاندې په ټورانټو كښې د هند په ضد احتجاجي مظاهره وشوه چې پكښې د زرګونو په شمېر خلقو ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ ترلاسه شوي بيان له مخې په دې احتجاج كښې د سكهانو٬ ځائي وګړو او هندو ټولنې پشمول بېلا بېلو طبقو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو۔ احتجاج ته د وېنا كولو په مهال وېنا كوونكو په مقبوضه كشمير كښې د هند په روانو ظلمونو خبرې وكړې او د حكومت په غېر انساني رويه ئې سخته نيوكه وكړه او د هند لخوا د آئين آرټيكل 370 په منسوخې ئې سخت احتجاج وكړو۔ مظاهرچيانو په مقبوضه سيمه كښې د هند په ظلمونو د كاناډائي حكومت او سياسي مشرانو په خاموشې هم نيوكه وكړه۔