د كشمير مسئلې 50 كاله وروستو سلامتي كونسل كښې پورته كول د پاكستان لويه سفارتي او سياسي كاميابي ده۔ شهريار خان آفريدي

اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) د سېفران او د نشائي توكو مخنيوي دوهم وزير شهريار خان آفريدي وئيلي دي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په خصوصي غونډه كښې نن د جمعې په ورځ د كشمير په مسئله بحث پېل كېږي۔ د كشمير مسئلې 50 كاله وروستو سلامتي كونسل كښې پورته كول د پاكستان لويه سفارتي او سياسي كاميابي ده۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل دا ثابته شوه چې كه شوق ريښتنې وي او مشرتابه مخلصه وي نو دښمن ته په سخت محاذ هم ماتې وركولې كېدې شي۔ ددې جنګ ګټلو له به ټولو پاكستاني وګړو له خپلو كښې د اتفاق او يو والي څرګندونه كول وي او د وزيراعظم عمران خان ملګرتيا به كول وي۔ دغسې چې د مظلوم كشميري اولس د آزادۍ جنګ وګټلې شي