د كشمير اولس هندي ظلمونو سره مخ دې۔ د سید خورشید احمد شاہ میډیا سره خبرې

سکھر۔13اګست(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند مركزي لارښود سید خورشید احمد شاہ وئيلي دي د مقبوضه كشمير اولس هندي ظلمونو سره مخ دې۔ هند په دوئي د ظلم او زياتي انتها كړې ده۔ ده ووئيل کشمیري اولس لپاره بايد زمونږ پالېسي سخته او په ډاګه وي۔ د سكھر په مرکزی ګلشن عید ګاہ كښې د اختر لمونځ ادا كولو څخه وروستو ده ووئيل نن ټول قام خپلو كشميري وروڼو سره ولاړ دې۔