د صحت د نړيوالې ادارې غړي هېوادونه دې د ډبليو اېچ او د مرستيالې ټېكنالوجۍ اقدام پحقله په نريوال راپور هدفونه ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كولو لپاره د عزم پخلې وكړي

جنيوا 22 اګست (اے پي پي) د پاكستان وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي د صحت د نړيوالې ادارې په غړو هېوادونو زور رواړې چې ھغوي د ډبليو اېچ او د مرستيالې ټېكنالوجۍ اقدام پحقله په نريوال راپور كښې د وړاندې كړو هدفونو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كولو لپاره د عزم پخلې وكړي٬ پاكستان نړيوالې او په ځائي كچه د مرستيالې ټېكنالوجۍ د رسنې مرسته كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې مرستيالې ټېكنالوجۍ ته د رسنې پحقله د نړيوال راپور مشاورتي كنفرنس ته د خاص مېلمنې په توګه كړې۔ د يادونې وړ ده كنفرنس په جنيوا كښې د صحت نړيوالې ادارې په مركزي دفتر كښې شوې چې پكښې د سلو هېوادنو د 250 نه زياتو استازو ګډون كولو۔ دې ووئيل پاكستان د دواړو نړيوالو او په ځائي كچه مرستيالې ټېكنالوجۍ ته د رسنې پلوي دے او دا زمونږ د پرله پسې هڅو نتيجه ده چې په وړومبې ځل په كال 2015 كښې مرستياله ټېكنالوجي د صحت نړيوالې ادارې د اېګزېكټو بورډ په اېجنډا كښې شامله كړې شوې۔ دې ووئيل د مرستيالې ټيکنالوجۍ حاجت تر سره كولو لپاره پاكستان د خپل سياسي عزم پخلې كوي۔ دې د صحت د نړيوالې ادارې غړو هېوادونو باندې زور رواړو چې ھغوي د ډبليو اېچ او د مرستيالې ټېكنالوجۍ اقدام پحقله په نريوال راپور كښې وړاندې كړې هدفونه ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كولو لپاره د عزم پخلې وكړي۔ دې په دې ډول اقداماتو