د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د اګست 25 مې څخه تر 28 مې نېټې پارلماني پلاوي سره د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي

اسلام آباد ۔19 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د اګست 25 مې څخه تر 28 مې نېټې پارلماني پلاوي سره د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ته د دې دوره بلنه د متحده عرب امارات حكومت وركړې ده۔ د خپلې دورې په مهال به د سېنېټ چيئرمېن او پارلماني پلاوې اعلی سياسي مشرتابه او حكومتي اعلی چارواكو سره ملاقات كوي۔ د دورې مقصد ددواړو اسلامي هېوادونو ترمينځه سياسي او سماجي اړيكو ته وده وركولو له پارلماني رابطې لا مستحكم كولو سره سره كشمير كښې د هندي زور ٬ ظلم ٬ زياتي او جارحيت په نتيجه كښې د پېښو خطرو څخه د عرب امارات مشرتابه خبرول او امن په ځائې كولو له د پاكستاني حكومت هڅې رامخې ته كول دي۔ په دې اړه خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان او متحدہ عرب امارات د منطقې او د اسلامي نړۍ مهم هېوادونه دي۔ دواړه هېوادونه د كشمير مهم مسئلې حل او سيمه ايز امن لپاره بايد په ګډه هڅې وكړي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ تاريخي او كلتوري قدرونه مشترك دي۔ پاكستاني وګړي لوئې شمېر كښې د متحدہ عرب امارات په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل ګودار د منطقې د پرمختګ او سرمايه كارۍ تر ټولو غوره مركز جوړ شوې دې دې افاديت څخه متحده عرب امارات او نور سيمه ايز هېوادونه بايد ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل د ملاقاتونو په مهال به د دوه اړخيزه تجارت ودې له د مشرتابه ترمينځھ د رابطو او د پارلماني پلاوي تګ راتګ كښې په زياتوالي زور راوړلې شي۔