د سري لنكا او نيوزي لېنډ ترمينځه دوهم كركټ ټېسټ مېچ نن پېل كېږي

کولمبو ۔ 21 اګست (اے پی پی) د سری لنکا او نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه ددوه ټېسټ مېچونو سيريز دوهم او ورستې مېچ نن د زيارت په ورځ د اګست په 22 مه نېټه پېل كیږي۔ كوربه لوبډلې ته د كيويز په ضد د دوه مېچونو سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ سری لنکن لوبډلې اولني ټېسټ كښې نيوزي لېنډ ته 6 وكټونو سره ماتې وركولو سره د دوه مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه كړې ده۔ د آئی لېنډرز لوبډلې سرلوبغاړي وېنا ده چې د کیویز په ضد اولنې مېچ ګټلو سره زمونږ د ډلې حوصله زياته شوې ده۔ ده ووئيل كيويز ته دوهم مېچ كښې ماتې وركولو سره به زمونږ لوبډله كيويز ددوه مېچونو سيريز كښې كلين سويپ كړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چی ددواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم او ورستې مېچ نن د زيارت په ورځ د روانې مياشتې 22 مې نېټې څخه تر 26 مې نېټې كولمبو كښې كېږي۔ دې څخه وروستو به د ټي ټونټي انټرنېشل سيريز څخه وړاندې د اګست په 29 مه نېټه د نيوزي لېنډ لوبډله پرېكټس مېچ كوي۔ د سري لنكا او نيوزي لېنډ ترمينځھ د ټي ټونټي سيريز اولنې مېچ به د ستمبر په اولنۍ نېټه دوهم په 3 مه او درېم او ورستې مېچ په 6 مه نېټه كېږي