د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل روسي همڅنګ سرګئی لاروف سره ټېلېفوني تماس ٬ دې ئې د مقبوضه جموں و کشمیر د اندېښنې وړ صورتحال څخه خبر كړو

اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قرېشی خپل روسي همڅنګ سرګئی لاروف سره ټېلېفوني تماس ونيولو او دې ئې د مقبوضه جموں و کشمیر د اندېښنې وړ صورتحال څخه خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل هند د غېر آئيني ګامونو د لارې د مقبوضه جموں و کشمیر آبادیاتی تناسب بدلول غواړي۔ د هند دا يو اړخيزه ګامونه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد دي۔ ده ووئيل دې سره د منطقې امن سخت خطر سره مخ كېدې شي۔ خارجه وزير خپل روسي همڅنګ د سلامتي كونسل صدر ته ليكلي شوي خپل خط نه هم خبر كړو كوم كښې د مقبوضه كشمير صورتحال نظر كښې نيولو سره د سلامتي كونسل د بيړې غونډې رابللو خواست شوې دې۔ د روسيه خارجه وزير ووئيل روسيه دې صورتحال ته په غور ګوري۔ ده هندوستان سره ټولې شخړې د خبرو د لارې حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړه خارجه وزيران منطقه كښې امن او استحكام په ځائې ساتلو له خپلو كښې رابطو جاري ساتلو ته صلا شول۔